پېژندنه او تاریخچه د دري ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت
د دري ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت د دې موخې لپاره تأسیس شوی چې د ادبي علومو په ساحه کې د مسلکي او مجرب ښوونکو د روزنې اړتیا پوره کړي. دغه دیپارتمنت د ټولنې لپاره هغه کادرونه وړاندې کوي چې د ادبیاتو په برخو لکه د ادبیاتو تاریخ، ادبي فنون، نقد ادبي، سبکونو او نورو اړوندو علومو کې ژوره پوهه ولري. دغه دیپارتمنت په کال (۱۴۰۳) کې د بادغیس پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي په چوکاټ کې د یوه علمي کادر په ګمارلو سره بنسټ کېښودل شو. دا مهال دیپارتمنت یو تن علمي کادر لري چې د ماستري درجه لري، او دوه نور بستونه د استخدام په پړاو کې دي.
ب: اهداف
۱- لیدلوری د دري ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت د دې لپاره هڅه کوي چې د صلاحیت لرونکي مشران، متخصصین او ادبي کارپوهان وروزي، څو د ادبیاتو او فرهنګ د ودې او پراختیا په بهیر کې او همدارنګه د دولتي فرهنګي او ادبي چارو په پرمخ بیولو کې اغېزناک او ارزښتناک رول ولري.
۲- مأموریت
د دري دیپارتمنت یو علمي او اکادمیک بنسټ دی چې هر کال دنده لري محصلانو ته د دري ژبې او ادبیاتو په برخه کې تدریس وکړي. دغه دیپارتمنت مسؤلیت لري چې د ادب پېژندنې او ژبپوهنې، ویراستارۍ، څېړنې، د هنري او ادبي آثارو د تولید او د فرهنګي او نشریاتي چارو په مشورې کې متخصصین وروزي.
۳- اساسي اهداف
دغه دیپارتمنت محصلانو ته د علمي او تخصصي څېړنو زمینه برابروي، او د ادبي کادرونو په روزنه او د ژبې په اغېزمنه زده کړه کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي. په دې توګه، د هېواد د ژبې او ادبیاتو د ودې او د علمي څېړنو د پراختیا لپاره بنسټیزه ونډه اخلي.